ددې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کي د افغان ځواکونو په هوایې بریدونو کي ۲۳ دولت ضد وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي رسنیو ته ویلي ، دغه بریدونه افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ اړوند د اختر کلي کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز تر سره کړي چې پر مهال یې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
په دغو بریدونو کي طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخي تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوندو کي هم افغان هوايي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو پر پټن ځای بریدونه کړي چې پر مهال يې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
صفت الله محبت