د سرچینې په خبره، د افغانستان سرپرست سفیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد صالح فاروقي څخه غوښتي، چې د افغان سوداګرو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي. د افغانستان سفارت په یو ټویټ کې ویلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال د یادو ستونزو د ژر تر ژره حل کولو ډاډ ورکړی دی.