په اسپانیاکې درې پرلپسې ترهګریزوبریدونو په ترڅ کې ۱۳تنه وژل شوي

داسپانیادترهګریزوبریدونوپه ترڅ کې ۱۳تنه مړه او نږدې سل تنه ټپیان شوي

د اسپانیا پولیسو  په بارسلونا ښار کې  د ترهګریز برید نه وروسته  الکانر په ښار کې چاودنې او ورپسې بیا  د کامبریلز په ښار کې د وسله وال برید نه خبر ورکړ.

د اسپانیا  پولیسو  ویلي دي چې  د بارسلونا  د برید نه وروسته  د نوموړي ښار سویل لوري ته  پروت  د کامبریلز په ښار کې ترهګر د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شول.

پدې نښته کې  پولیسو  ۵ تنه ترهګر  چې  په ځانمرګو واسکټونو هم  سمبال ول  د پښو وغورځول.

پولیسو ویلي دي چې  نوموړو وژل شوو  پنځو تنو ترهګرو  د بارسلونا  د ښار د برید او د ماښام په ساعتونو کې  د الکانر په سیمه کې د چاودنې سره هم  تړاو  درلود.

پولیسو ویلي دي چې  د وژل شوو ترهګرو  ځانمرګي واسکټونه به  په کنټرولي  ډول سره شنډ  او الوزول شي.

د بله پلوه  د یاد شوي  ښار  د روغتیا چارواکو ویلي دي چې  پدې برید کې  د یو تن پولیس په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي  ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماښام په ساعتونو کې  یو تن ترهګر د موټر سره  د بارسلونا ښار په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې  په لارویانو  برید وکړ  چې له امله يي ۱۳ تنه مړه  او نږدې  سل تنه نور ټپیان  شول.

همداشان  ددې برید نه وروسته  د بارسلونا ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د الکانر په ښار کې په یو کور کې  چاودنه وشوه چې له امله يي یو تن ژوند  د لاسه ورکړ. پولیسو ویلي وو چې دا چاودنه  هم  د بارسلونا  د برید سره تړاو لري.

د برید مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.