په افغانستان کې د م.م د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال دانیل انډریس ویلي چې له افغانانو سره مرستې د ملګرو ملتونو په لومړیتوب کې دي

نوموړي د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، اړینه ده چې دوی له افغانانو سره بشري مرستو د تنظیم، اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې له سرپرست حکومت سره له نږدې همکاري او اړیکې ولري.