په افغانستان کې د ناټو له لوړپوړي ملکي استازي نیکولاس کی سره د  انعکاس راډیو تلوېزیون د  ځانګړې مرکې بشپړه پښتو ژباړه

 

مرکه کوونکی: شکرالله  پاڅون.

په پیل کې هم له تاسې ښاغلی  نیکولاس کی یوه نړۍ مننه، چې خپل قیمتي وخت مو انعکاس راډیو تلوېزیون ته ورکړ او موږ سره مرکې ته حاضر شوئ.

ځواب: مننه، دا زما لپاره ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې تاسو سره یم او نن دلته په جلال اباد کې له تاسې ناست یم.

پوښتنه: موږ به نن په مرکه کې په درېیو مهمو مسایلو  باندې خبرې کوو، چې هغه  انتخابات دي، دسولې روان بهیر او په افغانستان کې سیاسي بهیر دی ، په لومړي سر کې که دا راته  ووایئ د ښاغلي خلیلزاد له لورې د سولې روانې ستاسې له نظره څنګه دي، څنګه یې ارزوئ؟

ځواب: اجازه راکړي چې ووایم چې، ناټو په بشپړ ډول د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بشپړ ملاتړ کوي. مونږ له هغه سره له نږدې کار کوو ، ما پرون له زلمي خلیلزاد سره لیدنه وکړه، له هغه سره مې نږدې یو ساعت بحث وکړ، تیره اونۍ زلمی خلیلزاد په بروکسل کې و، چې له طالبانو سره د شپږم دور ترسره کړو خبرو په اړه له ناټو مشرانو سره وغږېږي،  مونږ په شریکه له نږدې سره کار کوو ، زموږ بشپړ ملاتړ ورسره دی، مونږ داسې فکر کوو چې دا یوه تاریخي شیبه ده، یو تاریخي فرصت دی، چې په افغانستان کې سوله راشي او مونږ په دې باوري یو چې راتلونکی پړاو ډیر مهم دی،  دا پړاو په دې ډیر مهم دی چې، کیدای شي دا ځل خبرې ددې زمینه برابره کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین االافغاني مذاکرات پیل شي. ښايي په دې خبرو کې افغان حکومت اویا د حکومت استازي برخه ولري.

پوښتنه:  ناټو څومره  راضي ده له دغه بهیر نه، د خلیلزاد له وروستیو سفرونو نه، خصوصاً سیمې ته له سفرونو نه، افغانستان کې له چارواکو سره له کتنو، له سیاسیونو سره له کتنو ناټو څومره راضي، تاسې خپله څومره مطمئن یاست له دغو سفرونو او هڅو نه؟

ځواب: زه فکر کووم چې زلمي خلیلزاد ته یوه ډیره سخته دنده ورتر غاړې ده ،چې ډیره ښه یې تر سره کړي، هغه دا دنده په ډېر ښه ډول ترسره کړې ده، هغه ددې دندې د ترسره کولو لپاره ډیر څه کړي دي ، لاسته راوړنې لري، هغه ددې لپاره په افغانستان کې پراخه ناستې ترسره کړې، له مختلفو شخصیتونو سره یې خبري کړي دي ، دغه راز د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره هم غږیدلی دی، موږ ددې لپاره هڅه کوو چې طالبان له خپلو خلکو سره خبرو ته کېني، دغه راز  له افغان حکومت سره هم خبرې وکړي، دغې شخړې  ته سیاسي حل پیدا کړي ، دا طالبان دي چې، اوس مهال له افغان حکومت سره د خبرو اترو پروسه ردوي،دا طالبان دی چې له  هغه خلکو سره چې د افغانانو په استازیتوب غواړي له دوی سره خبرې وکړي  د هغوی وړاندیز ردوي، دا حالت بايد بدلون ومومي، طالبان بايد د افغانانو خبرو ته غوږ ونيسي، د دوی د ارادې درناوی وکړي، افغانان د سولې غوښتونکي دي او دوی غواړي چې روانه شخړه له سياسي لارې حل شي. طالبان بايد د دې غوښتنې درناوی وکړي.

پوښتنه: د افغانستان د سولې مسئله  او د افغانستان مسئله سيمه ييز او نړۍ وال ابعاد لري، ناټو له دې اړخه اندېښنه لري که نه؟

ځواب: افغانستان جنوبي اسيا او مرکزي اسيا ته ډیر اهمیت لري، په جغرافياوي لحاظ هم ډېر کليدي موقعيت لري،  موږ په دې باور يو، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سيمې په ګټه دی، پر ټوله سيمه اغېز لري، هغه که پاکستان دی، که مرکزي اسيا ده، او که تر هغه ورهاخوا وړاندې نور هېوادونه دي.  ما په دې وروستيو کې له پاکستان او ازبکستان څخه هم ليدنه کړې ده، زه دا باور لرم چې دغه ټول هېوادونو ترمنځ په دې اړه اجماع رامنځته شوې ده او دوی دې ته لېواله دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات را منځته شي.

پوښتنه: د افغانستان په  مسئله کې تر ډېره د پاکستان نوم یادېږي، تاسې خپله هم د پاکستان یادونه وکړه، ناټو پاکستان څومره په اعتماد کې اخيستی؟

ځواب: پاکستان داسې يو هېواد دی، چې له  افغانستان سره اوږد او تړلی مهم تاریخ لري او زموږ باور دادی چې، افغانستان او پاکستان یو شریک راتلونکی لري، دا باید داسې راتلونکی وي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اساس وي، دوی دواړه باید یو بل ته په ټولو برخو کې ځانګړی احترام ولري، هغه که د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ده، یا سیاسي اړیکې. د همدې اړیکو له  لارې کېدلای شي، چې جنوبي او مرکزي اسیا له یوبل سره وصل شي. زه په دې باور یمه چې دغې نظریې اوس په دواړو هېوادونو کې پرمختګ کړی دی. زه په دې  باوري یمه چې په راتلونکو څو اونیو یا میاشتو کې به یې ښې پایلې  وګورو.

پوښتنه: تشکر، چې کله هم په افغانستان کې د سولې خبره کېږي، د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنو د ساتنې خبره ورسره هممهاله کېږي ،  ټینګار پرې کېږي، ناټو لپاره کومې لاسته راوړنې لومړیتوب لري؟

ځواب: ته بالکل په حقه یې، هغه لاسته راوړنې چې په تېرو شپاړلسو یا اولسو کلونو کې  په افغانستان کې  رامنځته شوي، دپام وړ او اغېز  ناکې دي او زه په دې باور یم چې  اوسنی عصري افغانستان له پخواني سره ډېر توپیر لري، هغه افغانستان چې په دوه زره لومړي  کال کې  و، زه داسې باور لرم، چې هیڅ افغان هم نه غواړي چې بېرته شاته لاړ شي، زه افغانستان ته راغلی یم،  ، زه کندهار، هرات، هلمند او مزار ته هم تللی یم، نن جلال اباد کې یم، چېرته چې  زه ځمه، زه له ډېرو تعلیم یافته، زیارکښو او راتلونکي ته هیله مندو خلکو سره  مخ کېږم، په دې کې نارینه او ښځې دواړه شاملې دي، دوی ټول په حقیقت کې غواړي، چې له  هغه څه نه دفاع وکړي، چې ترلاسه کړي یې دي، لکه دیموکراسي، د بیان او رسنیو ازادي، بشري حقونه، د ښخو حقوق. زه په دې باوري  یمه چې افغانان په یو لوړ فکر سره له دې ټولو نه د ناټو په څېر دفاع او ساتنې ته چمتو دي. دا هغه  غټې لاسته راوړنې دي، چې موږ یې هیڅکله  له لاسه نه ورکوو.

پوښتنه: که  له دغو  هغو یې یوه ته هم صدمه رسېږي، یا دساتنې لپاره یې  ژمنه نه وي، د ناټو موقف به په هغه مهال څه وي؟

ځواب: د سولې پروسه او د افغانستان د ښې راتلونکې  لپاره خبرې اترې افغانانو ته ددې موقع ورکوي، چې د خپل راتلونکي لپاره په خپله تصمیم ونیسي، دا په واقعیت سره ټولو افغانانو  لپاره ډېره مهمه ده، چې  څومره ژر کېدلای شي، هومره ژر دواړه خواوې  د خبرو مېز ته کېني، هغه  که حکومت دی، که دافغانستان څخه نور استازي او یا که طالبان دي، ټول په ګډه سره موضوعات د خبرو پر میز کیږدي او ورباندې یوه موافقې ته ورسیږي مهمه داده چې له طالبانو سره خبرې پیل شي، دا ناټو او نړیوالې ټولنې پورې تړاو نلري چې باید څه ډول هوکړه وشي، موږ  ټول په یوه نړۍ  کې اوسېږو، موږ ټولو دا حقیقت درک کړی او دا خبره د ټولو هېوادونو او د افغانستان متحدینو لپاره واضح ده ، چې دوی په راتلونکي کې د داسې یو هېواد لاس نیوی نه شي کولای ، چې  د بشر حقونو، د ښځو حقونو او دیموکراسۍ ته په کې درناوی نه کېږي. دا هغه مهمه موصوع ده چې افغانان یې باید په خپلمنځي خبرو کې له پامه ونه غورځوي.

پوښتنه: که څه هم ناټو تر ۲۰۲۴ م پورې  له افغانستان سره  د مرستو ژمنه کړې ده، خو دا مرستې تر  ډېره  په نظامي برخه کې دي، په ملکي برخه کې هم ناټو مرستې چمتو کوي او که نه؟

ځواب: نا ټو یو نظامي سازمان دی، تمرکز یې د افغان ملي ځواکونو په روزنه،سلا مشورې او ملاتړ  باندې  ډېر دی، دا د ناټو ژمنه ده، چې دغه ملاتړ ته دوام ورکړي، دغه ملاتړ به کم نه کم  له دوه زره شلم نه تر دوه زره څلرویشتم کال پورې دوام کوي، دا هغه څه دي، چې ناټو یې ترسره کوي، اوس د ناټو متحدین او هغه هېوادونه چې له ناټو سره تړلي دي، له افغانستان سره د همکارۍ لپاره خپل پروګرامونه لري، هغه که د تعلیم په برخه کې دي او که د صحت په برخه کې دي، یا په نورو برخو کې ، دوی به په دې اړه خپل تصامیم نیسي، ما دا درک کړې ده، چې په دغو هېوادونو کې له افغانستان سره قوي  تعهد یا ژمنتیا شته، دا هم باید یاده شي، چې د ناټو متحدینو په تېرو اولسو کلونو کې له افغانستان سره په  ژوره توګه خپلې مرستې کړي دي، زه په دې  باور هم یمه چې دغه ډول مرستې به په راتلونکې هم، په خپل حال پاتې کېږي، چې یو با ثباته او با امنه افغانستان ولرو.

پوښتنه: تشکر، په ملکي برخه کې چې ترډېره تاسې ته لومړیتوب ولري او په راتلونکي کې یې تاسې په پلان کې ولرئ هغه به څه وي چې د افغانستان لپاره بنیادي ترسره شي؟

ځواب: د ناټو لومړیتوب دادی، چې د افغانستان د ملي ځواکونو ملاتړ وکړي، دا هغه څه دي، چې  هغې سولې او ثبات ته لاره هواروي، چې افغانان یې  غواړي او کولای شي، پرې  وویاړي او زه فکر کوم چې دا چاره ډېره ښه روانه ده، د افغانستان ملي اردو او پولیس اوس ډېر پیاوړي او په ښه ډول مجهز دي، او زه په دې باور یم، چې دا د ټولو افغانانو ویاړ دی، افغانان باید په هغه څه هرومرو وویاړي، کوم چې ددوی د خپلو ځواکونو لاسته راوړنې دي.

نهمه پوښتنه: د سولې خبرو ته به بېرته راشو، که  چېرته د سولې خبرې بریالۍ شوې او یا هم  ناکامې شوې، په  دواړو حالاتو کې به د ناټو موقف بیا څه وي؟

ځواب: لکه څرنګه چې ما وویل،  ناټو له تېرو اولسو کلونو راهیسې ژمنتیا لري، دا د ناټو ماموریت و، چې په دې ځان باوري  کړي، چې د افغانانو خاوره د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي، دا د ناټو هدف و، هدف دی او هدف به وي. مخکې د سولې پروسې نه هم و، د سولې د پروسې  پرمهال هم دی او که د سولې پروسه نه هم وي، د ناټو ماموریت به وي.

پوښتنه: که مشخصه شي،  که چېرته د سولې خبرې بریالۍ شي، طبعاً په افغانستان کې به یو نوی نظام رامنځته کېږي، طالبان به د سیاسي پروسې یوه برخه ګرځول کېږي، په هغه حالت کې به د ناټو موقف څه وي؟

ځواب: لکه مخکې مې چې وويل، ناټو د دې لپاره افغانستان ته راغله، چې له افغانانو سره مرسته وکړي، دغه راز ځان په دې باوري کړي، چې د دوی هېواد په خپلو پښو ولاړ او با امنه دی او خاوره يې د دې لپاره نه کارول کېږي، چې نړيواله ترهګري تقويه کړي، اوس نو کله چې دغه ماموريت پای ته رسېږي او حالات ښه کېږي، باوري يم چې ناټو به د افغانانو ارادې ته ګوري او خپل ماموريت ته به د پای ټکی ږدي.

پوښتنه: که  بیا هم د سولې  خبرې  بریالۍ  نه شي، اتلس کاله کېږي، جګړه روانه ده، جګړه سړه نه شي او نوره هم تودېږي، ناټو به څه کوي، پوځيان به زياتوي، که پر بديلو لارو به غور کوي؟ اوس داسې پوښتنې هم را ولاړې شوي شوي، چې ناټو په يو شکل نه يو شکل له افغانستانه د وتوتکل کوي؟

ځواب: ښه ده، هيڅوک نه غواړي، چې د سولې خبرې ناکامې شي، هیڅوک ددې تمه هم نه لري، چې د سولې  پروسه به ناکامېږي، او زه فکر کوم، دا مهمه ده چې په دې پړاو کې باید ټول هغه څه وشي، چې باید ددې پروسې ملاتړ وشي، لکه مخکې مې چې وویل، که د سولې  پروسه کامیابېږي، یا ناکامېږي، د ناټو لېوالتیا په دې کې  ده چې په دې ځان باوري کړي، چې د افغانانو خاوره نوره د نړۍ  والې ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او ما دا هم ذکر کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ که هر ډول هوکړه کېږي، باید  دا په کې تضمین شي، چې د افغانانو خاوره د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي، دغه چاره به ناټو ته ددې زمینه هم برابره کړي، چې کله په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي. ناټو دا هیله نه لري، چې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي، موږ دلته د افغانستان د حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوښه او بلنه شتون لرو، او شتون مو ددې لپاره دی، چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د ګواښ له نه موجودیت ځان باوري کړو، او کله چې دغه اعتماد یا باور رامنځته شو، زموږ شتون به نه وي، خو همکارۍ  به دوام لري.

پوښتنه: تشکر، طالبان هم د سولې  مذاکرات مخته وړي،  هم لیدل کېږي، جګړې ته یې زور ورکړی، په  جګړې ټینګار کوي، په داسې حالت کې د ناټو موقف څه دی؟

ځواب: د ناټو موقف دادی چې  افغان امنیتی، دفاعي ځواکونه داسې یو حالت ته ورسېږي، چې اسانه مات نه شي. دغه راز داسې یو حالت رامنځته شي، چې طالبان د جګړو په ډګر کې پاتې نه شي، او دا د ټولو لېوالتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي، خلک په یوه باثباته او د سولې ډکه  فضاء کې  ژوند  ولري او اوربند ددې چارې پیلامه او ددې پروسې یوه برخه کېدلای شي.

پوښتنه: د افغانستان د خلکو لویه ګیله داده چې  ناټو افغانستان ته راغله، دلته یې سرمایه  ګذاري وکړه، خو افغان ځواکونه یې هغسې نه تجهیز کړل، نه یې وروزل او نه یې هغسې  سپوټ ددوی وکړ، د خلکو دغې ګیلې ته ستاسې ځواب څه دی؟

ځواب: زه په دې باوري یمه چې د افغانستان ملي  ځواکونه په ډېر ښه ډول تجهیز شوي  دي، زه دا منم چې  په ځینو وختونو کې داسې حالت راځي، چې افغان  ځواکونه له خپلو تجهیزاتو او مجهز توب څخه په سم ډول او مناسب وخت کې ګټه نه شي  پورته کولای. دغه چاره کله کله د لاسته راوړنو پرمهال ستونزې پیدا کوي.

پوښتنه: اما څه چې ورکړل شوي دي، افغانان په لویه کې وايي، چې ډېر عادي  تجهیزات دي؟

ځواب: زه فکر کوم، هغه پایلې  چې افغان ځواکونه یې د زمکنۍ او هوايي جګړې په ډګر کې ترلاسه کوي، د طالبانو  او داعش پر وړاندې له افغانانو دفاع کوي، ددې  څرګندونه کوي، چې دوی په ښه ډول تجهیز شوي دي.

پوښتنه: تشکر، وروستۍ پوښتنه، چې مرکه پرې راټوله کړو، د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو  په اړه د ناټو موقف څه دی؟

ځواب: موږ د ولسمشریزو ټاکنو، چې په سپټمبر کې ترسره کېږي، ملاتړ کوو، دغه ټاکنې باید په ښه شکل ترسره شي، ددې لپاره باید هرڅوک سر له اوسه لاس په کار شي، څو باوري شي، چې دغه پروسه بریالۍ ده، دغه راز هغه درس چې د ولسي  جرګې له تېرو ټاکنو مو ترلاسه کړی، باید د داځل ټاکنو  په ښه ترسراوي، کې  راسره مرسته وکړي.

پای