په افغانستان کې د کورني کرکټ پنځوس اوریزې سیالۍ پیلیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې د ثور د میاشتې په ۲۴ د افغانستان د کورني کرکټ ( کریډ ون ) پنځوس اوریزې سیالۍ پیل شي.

خبر پاڼه زیاتوي چې دا سیالۍ به د پلازمینې کابل په ملي کرکټ لوبغالي او زرملوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې د هیواد په کچه د ۱۲ ولایتونو مخکښې لوبډلې به پکې برخه ولري.

د خبر پاڼې له مخې د دې سیالیو نیمه پای لوبه او پای لوبه به په ژوندې بڼه د تلویزون له لارې خپریږي، خو په خبر پاڼه کې د کوم مشخص تلویزون نوم ندي ذکر شوي.