په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۸۵ شکمنې پېښې کتل شوي، چې په کابل، سمنګان، بلخ، کندوز، فاریاب، غزني او لوګر ولایتونو کې ۱۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې، چې کابل ۱۱، سمنګان ۲؛ بلخ، کندوز، غزني او لوګر هر یو یوه ـ یوه مثبته پېښه لري.
د دغو پېښو له ثبتیدو سره په ټول هېواد کې ۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز ولایت د عامې روغتیا رئیس ویلي، چې کندوز مثبته پېښه نلري او په تېروتنه یې نوم یاد شوی دی.