په امریکا کې د استخباراتو د یو تن کارکوونکي چې د ولسمشر ټرامپ او د هغه د کورنۍ د ساتنې دنده په غاړه لري لپ ټاپ کمپوټر غلا شو.
ویل کیږي پډې کمپوټر کې په نیویارک کې د ټرامپ ټاور پروژې، د ټولو منزلونو پلانونو، په عاجل حالاتو کې د تیښتې پلان او یو زیات شمیر نورو مهمو اسنادو شتون درلود.
د امریکا استخباراتو ددې پیښې پخلی کړی دی .
د استخباراتو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د بروکلاین په سیمه کې د موټرو په تم ځای کې ددوې د یو تن کارکوونکي د موټر نه د هغه لپ ټاپ غلا شوی دی.
استخباراتو د نوموړې پیښې په اړه پراخه څیړنې پيل کړي او د هیوادوالو نه يي هم د مرستې غوښتنه کړې ده .
د بله پلوه د امریکا خبري رسنیو ویلي دي چې پدې کمپوټر کې ډیرو مهمو اسنادو او شواهدو شتون درلود. تر ټولو مهم د ټرامپ ټاور پروژه او پلانونه دي. په کمپوټر د خطر او بیړنیو حالاتو په وخت کې د ټرامپ ټاور نه په باامنه توګه د وتو، پټنځایونو او داسې نورو مهمو معلوماتو شتون درلود.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ میرمن د خپل کشر زوی سره په ټرامپ ټاور کې اوسیږي.