د امریکا پولیس وايي یوه نشه سړي په خپله پیکپ موټر۲۸ کسان وهلي چي د یوې دودیزې نندارې کتلو ته راټول شوي وو.
پولیس وايي دا یو ترهګریز برید نه دی او کيدای شي موټر چلوونکي د نشې له امله دغه کسان وژلي واي.
د یاد ښار د پولیسو چارواکي مایکل هاریسن ویلي دغه کس ډیر نشه و نو له همدې امله یې خلک ټپیان کړي، دده په وینا د څو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
اخوا د جرمني په هالبریګ ښار کې هم ورته پېښه رامنځ ته شوه او یوه موټر چلوونکي څو کسه په موټر ووهل.
په پېښه کي یو کس ووژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.