په اندونیزیا کې یو ۱۶ کلن ځوان د ۷۱ کلنې بوډۍ سره واده وکړ.

د اندونیزیا  د بکارا ایجندا  په ښار کې  په ۷۱ کلنې بوډۍ د ۱۶ کلن تنکي ځوان د مینیدو کیسې ټول د حیرانتیا سره  مخ کړي دي.

ویل کیږي  دا مینه  دومره  قوي  ده  چې حتا  تنکي  ځوان د ځان وژنې ګواښ کړی دی.

سلامت په نامه  ۱۶ کلن ځوان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په ۷۱ کلنې روحي  مین  دی  او د همدې امله يي  وغوښتل چې  واده ورسره وکړي.

هغه ویلي دي چې  ۷۱ کلنه بوډۍ هم  پدې مینه ده  . هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کورنۍ ورسره  پدې واده کې  مخالفت  ندی کړی  ؟ داسې ویلي دي« ولې نه ، کورنۍ  او خپلوانو مو  پدې واده کې سره  ډیر سخت  مخالفت کولو. کورنۍ راته  د واده  اجازه  نه راکوله ، تر څو چې  مجبور شم  هغوې  په ځان وژلو وګواښم. ما  هغوې ته ګواښ وکړ که چیرې  د روحي سره  راته د واده  اجازه رانکړي ځان به ووژنم. همداشان روحي هم  ټول په ځان وژلو ګواښلي وو.»

هغه  وویل چې  بالاخره  دواړو کورنیو او خپلو او خپلوانو  زمونږ مینې ته  درناوی وکړ  او زمونږ د واده  په برخه کې رضایت  څرګند کړ.