په او (پر)

ليــکوال. نور الله زهــير

يــو سربـلونـه دي بل او ستربلونه دي. سربلونه او ستربلونه هغـه نه ګردانېدونکي نــاخپلواک مقــيد مورفيمونه دي چي په خپلواکه توګه معنا نه ورکوي بلکي لــه خـپلواکو نا مـــــقيدو کلمو سره معنا ورکوي. ســربلونه: هغه دي چي په جمله کي ترنوم مخکي راځي او د هغه حالت او دريځ څرګندوي.

اوستر بلونه: هغه دي چي تر نوم وروسته راځي. لکه: احمد په کور کي دی. په پورته جمله کي (په) سربل او (کي) اوستر بل دی. پـه او پـر دواړه سربلونه دي چي په جمله کي تر نوم مخکي راځي. ځيني کـسان (پـه) او (پـر) يا يو ګـڼـي، يا ئې توپــير نه کوي او يا د يوه پر ځای بل کاروي.

د (پـه) او (پـر) ناسم استــعمال پـه معنا او مطلــب کي تغير راوړي که سم او پر ځای ونه کارول شي کېدای شي د ليکـوال چي کوم مطلب دی لوستونــکي او اورېدونکي پرې پـوه نــشي بـــله معنا ترې واخـلي. د دغو سربلونو(پـه او پر) په استعمال کي بايد دقــت وکړو، د استــعمال په ځای کي بايد يو د بل پرځای ونه ليکو.

(پــه) د ظــرفــيت او اليت لپاره کارول کــيږي. لکــه: احمد په کور کي دی. اجـمل په صنــف کي درس لولي. دوی په موټـر کي راغلل. پـه پورته جملو کي (پــه) د ظر فــيت لپاره راغلی دی. محمود ئې په لرګي ژوبــل کړ. کــريم ئې پـه موټــر وواهــه. ماشومان ونـه پـه ډبرو ولي. پــه پورته جملو کي بــيا (پــه) د اليت دنده لــري. (پـر) د استعلا او لوړوالي لپاره راځي يا يو استعلايي سربل دی. دوی پر څوکۍ ناست دي. کـتاب پر مــېز کــښېږده. هلک پر بام ولاړ دی. دلتـه (پر) د استعلا دنــــــده اجــرا کوي. داسي هم ويلای شـو: (پــه) د فاعلي حالت لپاره چي شخــص فاعلي حالت ولري او (پـر) د مفعولي حالت لپاره راځــي. دوی په احمد او محمود سياسي کار کوي. دلته احمد او محمود فاعلي حالت لــري. دوی پر احمد او محمود سياسي کار کوي. په دې جمله کي احمد او محمود مفعولي حالت لري. (پر) موږ داسي هم استعمالوو لکه: اکـبر پر کـور ناسـت دی. يعـني کار روزګار نه کوي. احمد پرکابل او کندهار موټـر چلوي. يعني تر کابل او کندهـــــاره موټــر چلوي.

که داسي ووايو چي پــه کابل يـا کندهار کي موټر چلوي دا په کابل او کندهار کي دنـنه خبره شـوه چي د کابل او کندهار په ښار کي د نــنه معنا ورکوي. د (پـه) او (پـر) توپــير په لاندي جملو کي وګـورئ د جملو په مــعنا کي څومره توپـير پـېښـوي. ده احمد پر لښته وواهـه. ده احـمد پـه لښـته وواهـه. په لومړۍ جمله کي دا معنا ورکوي چي شخړه پر لښته شوې ده ، د وهلو سبـب هم لښته ده چي وهل شوی دی. په دويمه جمـله کي د وهلو سبب نا معلوم دی خو د وهلو الـه لښته ده چي احمد په وهل شوی دی.

بل مــثال: مـا په پښتو مقاله ليکلې ده. يـعني د ليکني ژبه مي پښتو ده دري، عربي يا کومه بله ژبه نه ده. ما پر پښتو مقاله ليکلې ده. مـعنا دا چي مــوضوع مي پښتو ژبه وه د ليکني ژبه که څه هم بله وي. او که داســي ووايــو: مـا پـر پښتو ژبه په پښتو مـقالـه ولـيکلـه. يـعني موضوع مي پښتو ژبه وه ، پر پښتو ژبه مي خبري وکړې او د ليکني ژبه مي هم پښتو ده. د مصطفی سالک (منشور ادبي کره کتنه) نومي کتاب په (۱۸۴مخ) کي همداسي راغلي ( جمله ژباړه ده) دي. (( يوه ډېره لويـه ژبه ترهغي له منځه نـشي تلای تر څو هغه خلک له منځه لاړ نشي چي پر نوموړې ژبه خبري کوي.))

دلته که وګورو د جملې معنا بله راوزي ځکه د (په) پرځای (پر) راغلی دی. که د (پـر) پر (پـه) وليکو دا جمله داسي راځي. (( يـوه ډېره لويه ژبـه تر هغي له منځه نشي تــــلای ترڅــو هغه خلک له منځه لاړ نـشي چي په نوموړې ژبه خبري کوي.)) اوس د جــملې معـنا دا شوه چي يوه ژبـه ترهـغو له منځه نـه ځي ترڅوچي د هغي ژبـي ويونکي وي، په هغه ژبه خبري کـيږ ي، د افهـام او تفهيم وسيله همدا ژبه وي. که د دغي ژبي ويونکي يا ملت له منځه لاړشي نو ژبه هــم ورسره ځي دا مطلب د جملې په اوله بڼه کي نه اخيستل کيږ ي.

ښاغلی محمد اسماعـيل يـون د سربلونو ا وستربلونو د ناسم استعمال په اړه وايي :(( دا ډول تېروتـني په ادبـي متـونوکي دومره زيان نه پـېښوي خو په حقوقي، جزايـي او سيـاسي متونو کي دا ډول ګرامري تـېروتـني د شخـص او ټولني سياسي ژوند بربادولای شي.))

دا مــثالونـه هم وګورئ.

پر څــه دي وواهــه؟ داسي هم ويلای شـو چي ولي دي وواهـه؟ خو موږ خبره تر (پر) پوري ده. په پورته جمله کي دا پوښتنه کـيږي چي څه مسله وه؟ څه سبب و؟ چي ودي واهــه. پــه څه دي وواهــه؟

په دې جمله کي د وهلو د الې پــوښتــنه کيږي چي لرګی، لښته څه شی و؟ دا بـېـلګـه يـو پـه دوه يـعـنـي دوه چـنـده يـو پـر دوه يـعـني يـو شی دوه ځايـه کول د محمد نعيم ازاد دا بــيت هم ولولئ. د زړه خـبره پـر بارخــو پــه اوښکـو ځکــه لــيکم چي ستــاتر زړه پوري ئې د روړي داسي توري نـه وي.