چهارشنبه , 15 مې 2024

په اړيکو کې د ‌ستونزو سرچينه څه شی ده؟

منيب الرحمان رحماني

کېدی شي تاسې ډېر داسې خلک ليدلي وي چې ډېر په مينه یې واده کړی وي، خو وروسته یې ژوند ډېر تريخ وي، ځينې خو داسې شي چې لوی ترین نفرت يې په مينه پيل شي.

په يوه اړيکه کې دوه طرفه باور، پاملرنه، مسولیت، د حواسو تبادل او د دې حواسو اندازه د ‌اړيکې سرنوشت ټاکي.

زه به اړيکه لږه ساده کړم،

موږ چې کله وايو پلانکی مې ښه ايسي د دې مطلب دا دی چې زموږ په خيال کې چې د پلانکي څخه کوم انځور دی، کوم شخصیت دی هغه مو ښه ايسي، دا چې واقعاً هغه زموږ خوښ دی که نه بيله خبره ده.

دوهم موږ همدا فکر د ځان په هکله هم لرو، يانې موږ هيڅ وخت د ځان سره نه يو مخ شوي، خپل خيالي ځان، يانې زموږ په خيال کې موږ يو ډېر ښه شخص يو، نو زموږ دا خيالي ځان د هغه پلانکي سره کوم چې زموږ په ذهن کې د هغه کوم انځور دی مينه لري.

يانې واقعي موږ د واقعي پلانکي سره تراوسه کومه اړيکه نه لرو، ځکه واقعا نه هغه پیژنو نه ځان.

دريم د دې چې پلانکي سره مينه لرم، بنسټ هم دا دی چې پلانکی ماته ارزښت او زه بايد پلانکي ته ارزښت ولرم، تاسې به ليدلي وي چې يو څوک د چاسره د مينې ادعا کوي، نو ټوله هڅه یې دا وي چې اوس هغه هم په دې راضي راکړي چې له ده سره مينه وکړي.

يانې په دې مينه کې هغه وايي چې زه به له تا ځارېږم او ته زما، يانې ته به زما حواس زما نفس تسکین کوې، زه ستا.

 

نو د اړیکو ستونزې له دې بنسټ سرچينه اخلي، چې موږ لومړی بايد ځان وپېژنو، وروسته متقابل نفر وپیژنو، وروسته د مينې کيسې ته داخل شو.

هو، يوه بله ستونزه چې بايد يادونه يې وکړم دا ده چې که انسان ځان پېژندلی وي او د ځان سره خوښ وي په واده او مينه کې به هم خوښ وي.

 

خو ‌هغه چې يوازې د ځان سره په تنګ وي، د واده وروسته يا د بلې اړيکې وروسته به د مقابل طرف سره صرف لومړۍ ورځې خوشحاله وي، وروسته په هغه کې هماغه پخواني حواس بېرته را فعال کېږي.

او دا ځل به ښاغلی د دې ټول سبب مقابل طرف ګڼي.

د ګډ ژوند بريا په دې کې ده چې انسان لومړی ځان وپېژني، خپل حواس وپېژني، وروسته مینه وکړي.

 

ليکوال : منيب الرحمان رحماني