په ایران کې یو عسکر خپل ۴ ملګري ووژل او اته نوريې ټپیان کړل

د ايران په پلازمېنه تهران كې د هوايي ځواكونو اړوند په يوه نظامي هډه كې ايراني سرتيري خپل څلور ملګري په ډزو ووژل او ۸ نور يې ټپيان كړل.

د ايراني رسنيو د معلوماتو پر بنسټ دا پېښه د كهرېزك په نظامي هډه كې د وسلو د تعليم پر مهال رامنځته شوې ده. ويل كيږي چې د وژل شوو كسانو ترمېنځ يو تن يې جګړن وو. د اوردو رسمي چارواکي وايي چې كېداى شي بريد كوونكی تر روحي فشار لاندې دا كار كړى وي او يا يې هم وسله له كنټروله وتلې وي. ایراني رسنیو لیکلي، چې بریدګر په خټه بلوڅ دی. تېره میاشت هم د قزوین ښار په نظامي اډه کې یوه ایراني عسکر پر خپلو ملګرو برید وکړ، ۳ کسه یې ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل.