په ایليټ جام کې لوګر فاریاب مات کړی

په پلازمینه کابل کې د بابا ملت ایلیټ جام په سیالیو کې لوګر کرکټ لوبډلې فاریاب کرکټ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې.
ددغه سیالۍ پچه یا ټاس د لوګر لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړ، لوګر لوبغاړو د سیالۍ په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې.
د فاریاب توپ اچونکو لخوا احسان صدیق او اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په پسې توپ وهنه کې فاریاب لوبډلې د سیالۍ په ۴۳ اوورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۱ منډې جوړې او سیالي یې د لوګر په ګټه پای ته ورسوله۰
د لوګر توپ اچونکو له لوري سمیع الله او طارق د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.
د لوګر لوبډلې توپ وهونکی سمیع الله چې تر نورو ښه وځلېده ۸۷ منډې وکړې او ددغه سیالۍ تکړه لوبغاړی وه پېژندل شو.