په ایلیټ جام کې فاریاب پنجشېر ته ماتې ورکړې

پرون د بابای ملت ایلیت جام سیالیو په ترڅ کې فاریاب لوبډلې پنجشیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه پنجشیر لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، پنجشېر د سیالۍ په ۲۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۸۱ منډې جوړې او فاریاب لوبډلې ته د ۸۲ منډو هدف ورکړ.
په ورپسې توپوهنه کې فاریاب لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۸ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې هدایت ۵۰ منډې جوړې کړې.
افضل چې دمقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي وو د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.