په اېټاليه کې د موډلنګ نندارتون کې افغانانو افغاني کالي هم نندارې ته وړاندې کړل

په اېټاليه کې د کاليو د نندارتون يو پروګرام ترسره شو، چې د نورو ٩ هېوادونو په ګډون پکې افغانانو هم برخه واخيسته او افغاني کالي يې نندارې ته وړاندې کړل.

په دې نندارتون کې نارينه او ښځينه کلتوري کالي د بېلا بېلو هېوادونو خلکو نندارې ته وړاندې کول، چې افغانانو هم پکې ښځينه او نارينه کالي نندارې ته وړاندې کړل، چې ډېر وستايل شو.

هغه افغانان چې په دغه پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، وې ويل چې په دې نندارتون کې يې د برخې اخيستو هدف دا و، چې د افغانستان کلتوري کالي او نور معلومات د نړۍ خلکو سره شريک کړي.

دوى وويل، چې په نندارتون کې د افغانانو کلتوري کالي خلکو ډېر خوښ کړل او د افغانستان په اړه د خلکو فکر ډېر بدل شو، چې دا د دوى لپاره يو ستره لاسته راوړنه وه.

د يادولو وړ ده چې افغاني کالي په ټوله نړۍ کې په ځانګړي توګه پېژندل کېږي او خلک يې ډېر خوښوي، همدا راز افغانان هم چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، د افغانستان کلتوري ورځې په ډېره مينه لمانځي.

 

کاپي…