په بدخشان کې د غر ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

‏د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین وايي، د دې ولایت یاوان ولسوالۍ په شولر سیمه کې د غره ښوېدنې له امله څلور کسان مړه شوي.

نوموړی زیاتوي، د دې پېښې له زیانمنو کسانو سره د مرستې هڅې روانې دي.