په بريتانيا کې د ‏بیت الفتوح په نوم تر ټولو لوی جومات له اته کاله ځنډ وروسته نن بیا پرانیستل کیږي

د لندن په جنوب کې دغه پینځه پوړیز جومات چې په ۲۰۱۵ کال کې سوځېدلی و، د احمدي مسلمانانو ټولنې له لوري په شل میلیونه پونډه لګښت بېرته رغول شوی دی.