د انګلستان په هوارو بحرونو کې چې د کښتیو چلولو لپاره مساعد دي، د رو وېنګ لوبو لپاره کوربه دي. برېتانیا کې د رو وېنګ لوبې د جولای په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ پېلېږي او د جولای تر ۲۵ مې نېټې پورې به جریان ولري.
د برېتانیا هوار او پراخه بهرونه چې د کښتیو چلولو لپاره برابر دي، د جولای په ۱۷ مه نېټه د رو وېنګ لوبو کوربتوب پېلوي او اته ورځو لپاره به د یادو لوبو کوربه وي.
په دې لوبو کې ځایي لوبغاړي برخوال دي او د ۲۰۲۱ م کال رو وېنګ قهرمانۍ جام لوبو ته ځانونه چمتو کوي او ازمایي.
روېنګ لوبې سږ کال د اولمپیک سیالیو کې هم په پام کې وې، خو دا چې اولمپیک لوبې د کرونا له امله وځنډېدې؛ نو د دې لوبو سیالۍ هم له ستونزو سره مخ شوې.
دا چې اوس په نړۍ کې لوبو ته بېرته اجازه ورکول کېږي او ورو، ورو د لوبغالو دروازې پرانیستل کېږي، نو د رو وېنګ لوبو ته هم وخت ورکړل شوی.
رو وېنګ لوبو کې لوبغاړي په انفرادي او ډله ئیزه توګه سپرېږي، د قایق په مرسته کښتۍ د نورو سیالانو مقابل کې تېزه ځغلوي او بالاخره ۲ زره متره واټن په اوبو کې طی کوي.
هره کښتۍ چې ټاکل شوی واټن له نورو ژر او په لږ وخت کې ووهي، هغه ګټونکی بلل کېږي.
د روانې جولای میاشت په ۱۷ مه نېټه برېتانیا کې د رو وېنګ لوبې پېلېږي او د جولای تر ۲۵ مې نېټې دوام کوي.