په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، تېره شپه افغان ځواکونو د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په په قرغان تپه او قرغان بېز سیمو کې هوايي او ځمکني بریدونه تر سره کړې، چې پر مهال یې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
بل پلو طالبانو خپل لورې ته د ۱۳ وسله والو د وژل کېدو خبر تائید کړی دی؛ خو ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.