د بلجیم چارواکي وایي، یو کس په بروکسل کې وروسته تر هغه وویشتل شو چې دوه پوځیان یې پر چاقو ټپیان کړل.
د فدرالي څارنوالي دفتر پرون وویل چې دا کس سخت ژوبل و او روغتون ته انتقال شو، خو وروسته یې له اخیستو ټپونو ساه ورکړه.
د بلجیم د څارنوالي ویاندې وویل، تر اوسه چې کوم معلومات د دې کس په باره کې لرو دی دیرش کلن دی او په تروریستي فعالیتونو معروف نه دی.
بل لور ته پرون ناوخته په لندن کې یو تن د بکینګم ماڼۍ بهر پر دوو پولیسو پر چاقو حمله کړې ده.
د بریتانیا پولیس وایي چې دا برید کوونکی نیول شوی دی.
په حمله کې پولیس افسران برسیرن ټپیان شوې دي او هغوی د درملنې لپاره روغتون ته بیول شوې دي.