چهارشنبه , 15 مې 2024

په بلخ کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه ډیپوه له منځه وړې ده

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، افغان ځواکونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو هغه ډیپوه له منځه وړې، چې چاودیدونکي توکي، وسلې او مهمات یې په کې ځای پر ځای کړي وه او یادې ډلې غوښتل له همدغه ځایه په دې ولایت کې بېلا بېل ترهګریز فعالیتونه پلان او تر سره کړي، چې له وړاندې یې پلان شنډ شو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.