په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، هوايي بریدونه افغان ځواکونو د بلخ ولایت د شولګرۍ ولسوالۍ په توغونچي او د چمتال ولسوالۍ په پل بنګاله او آسیاب ګرګ سیمو کې د وسله والو طالبانو په پټنځایونو تر سره کړي، چې پر مهال یې لس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.