په بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یو افسر په ګډون درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، دا پېښه د بلوچستان په ساحلي سیمه پسني کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. په یاده چاودنه کې لومړی د دوو عسکرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی و خو وروسته پوځ ویلي چې په یاده پېښه کې ټپي شوي پوځي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې وژل شوی دی.