په بلوچستان کې په دوه جلا پېښو کې ۱۲ پاکستاني پوځیانو ته مر ګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې،  د پوځ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی برید تیره ورځ د کوټې په پیر اسماعیل زیارت کې پر امنیتي پوستې شوی چې پرمهال یې د (ایف سي) څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله د بلوچستان په توربت سیمه کې بیا د سړک غاړې ماین چاودنه کې د (ایف سي) دوه نور سرتیري ټپيان شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس په لومړي برید کې پنځه وسله وال هم وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په بلوچستان کې پر خپلو سرتیرو برید غندلی دی.

تر دا مهاله ددغه وسله وال برید او سړک غاړې ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.