په بوډاتوب کي د زوی څخه د پلار هیلي!

زوی جانه!!!

کومه ورځ چې ته ما په سپین ږیرواله کښې ووینې، کوښښ کوه صابره اوسې او ما درک کړې…

که چیري زه د ډوډۍ خوړلو په وخت کي ځان او کالي لړم، که چېري زه د خپلو جامو د آغوستلو څخه لوېدلی یم، صابر اوسه، او هغه وخت دي در په یاد کړه چي ما به د خپل عمر څخه په ساعتونو وخت تاته د همدې مواردو د زده کړي او تربیې لپاره وقف کړي ول.

او هو، که چېري زه درسره خبري کوم، کېدای سي چي زه یوه خبره څوځلي تکرار کړم، هیله ده زما خبري قطع نکړې، مداخله ونکړې او ماته غوږ کښېږدې. هغه وخت چي ته ماشوم وې، ما به یوه کیسه تاته څو ځلي په دې موخه لوستله، چي ته په آرامۍ سره د خوب غېږي ته ورتللې.

رښتیا، کوم وخت چي مي زړه نه غواړي حمام ته ولاړسم، ما مه خجالتوه او په لوړ ږغ راباندي اواز مه کوه.

که کوم وخت د نوي تکنالوجي په کارونه کي زما کمزروي وینې، ما ته ئې د زده کولو لپاره پوره وخت راکه؛ په توهین آمېزه خندا مه را ګوره. ما تاته ډېر څه در زده کړي دي؛ څنګه خوراک وکړې، څنګه کالي واغوندې… او څنګه د ژوند د لوړو-ژورو سره مخامخ سې.

بل کله چي د بحث کولو په وخت کي زه د موضوع څخه انحراف کوم، ماته کافي وخت راکه ترڅو په یاد ئې راوړم چي موږ د څه په اړه مو بحث کوی، او که زه ئې په یاد ته راوړلو کي پاته راغلم، ماته مه په قهر کېږه او غسه راباندي مه راباندي کوه. ځکه رښتیا او باور دا دئ چي زما لپاره ستا سره اوسېدل او درسره خبري کول مهم دي، موضوع نه، زړګیه!

که مي ډوډۍ او یا غذا خوړولو ته زړه نه کېدی، مه مي زورکي کوه. ځکه زه ښه پوهیږم چي څه وخت باید غذا وخورم. او، که کوم وخت مي ستړو پښو پر لاره د تللو اجازه نه راکوله، خپل لاسونه دې ماته راکړه، په هغه ډول څنګه چي ما تاته ستا په ماشومتوب کي اولین ګامونه اخیستل در زده کړل.

او هو، که مي کومه ورځ درته وویل چي نه نور نه غواړم ژوند وکړم، غواړم ددې دارلفناه څخه وخپلي دارالبقاه ته پناه یوسم، مه په قهر کېږه! یوه ورځ به پوه سې چي ماڅه ویل او ولي مي ویل.

ته نه باید ددې کبله چي ما په خپل څنګ کي ووینې د غم احساس وکړې؛ خښم وکړې او ناراحته سې- ته باید زما په څنګ کي یې، ما درک کړې او زما سره ملګری اوسې. کټ مټ هغسي لکه څنګه چې ما ستا ملګرتیا وکړه څو د کړاوونو او توفانونو په دې نړۍ کي قدم کښېږدې او خپل ژوند را پیل کړې.

او اخري خبره دا زوی جانه، پر لاره د تللو په وخت کي زما سره یو ځای اوسه؛ په مینه او مرحمت مي ملګرتیا وکه چي خپله د څو ورځو مېلمستیا مي په خوښیو تېره کړم. زه به هم ددې عوض په هغه مُسکا او ځانګړي میني سره درکړم؛ چي تل مي ستا سره درلودلې ده.

مینه درسره لرم زوی جانه،

مینه درسره لرم.

ستا پلارجان