په بیګ باش لیګ کې راشد خان په وروستۍ لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان تېره ورځ د بیګ باش لیګ په یوولسم پړاو کې خپله وروستۍ لوبه په زړه پورې توپ اچونې سره پای ته ورسوله.
نوموړي د مجيب لوبډلې بريسبین هیټ پر وړاندې لوبه کې په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې شپږ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
راشد خان په استرالیاوي لیګ بیګ باش کې دریم لوبغاړی شو چې غوره توپ اچونه کوي او په یوه لوبه کې شپږ لوبغاړي سوځوي.