د رسنيو د راپورونو له مخې، ترکیه او سوریه کې له مرګونې زلزلې دوې اونۍ وروسته، تېره شپه د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې یوې بلې زلزلې د دواړو هېوادونو سرحدي سیمې ولړزولې.
د راپورونو پر بنسټ په دې زلزله کې ترکیه کې ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
په سوریه کې هم د یادې زلزلې له امله ۴۷۰ کسان ټپیان شوي دي.