په ترکیه کې د فوق العاده حالت موده د شپږم ځل لپاره وغځول شوه

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه له تر سره شوې کودتا وروسته اعلان شوی فوق العاده حالت یو ځل بیا وغځیده، د ترکیې حکومت وايي چې دغه کودتا د فتح الله ګولن سازمان له خوا شوې وه.

د ترکیې د صدرات ماڼۍ  د فوق العاده حالت موده، د جنوري د میاشتې په وروستیو کې  پای ته رسیده خو د ترکیې ملي شورا په عمومي مجلس کې د رای اچونې په پایله کې  فوق العاده حالت د شپږم ځل لپاره د دریو میاشتو لپاره وغځول شو.

د فوق العاده حالت مودې غځولو  یواځينۍ موخه د ترهګرۍ پر وړاندې لا ښه او په چټکه توګه مبارزه ده.