Chemistry Teacher with Students in Class --- Image by © Royalty-Free/Corbis

په تعلیم کې نوښت څه ډول وکړو؟

خلک په ښوونځیو کې د تکنالوجۍ د رول په اړه خورا ډېر متفاوت نظرونه لري، ځيني يې ښه او او ځیني يې ناسم بولي. خو موږ په هیڅ معنی دا له پامه نه شو غورځولای چې ډیجيټلي آلاتو د ښوونځيو نړۍ ته څنګه تغییر ورکړی دی.

ژباړه: محب الله شُبير

په تېرو وختونو کې تعلیم، خلکو ته د تدریس په معنی و، خو اوس له تعلیم څخه مطلب په دې نامعلومي، ناکراري او مبهمي نړۍ کې له زده کوونکو سره د مناسبي لار په پیدا کولو او د خبرو اترو د مهارتونو په ورښوولو کې مرستې ته ویل کېږي.

که څه هم موږ نن ورځ زیات نه پوهېږو چې په دې نړۍ کې موجود شیان څنګه لیدل کېږي. کله ناکله موږ له جالبو خاطراتو سره مخ کېږو، چې ځيني يې د زده کړي له پاره وي. همدا راز په ژوند کې کله ناکله له ناکامیو سره مخ کېږو. دغه ناکامۍ موږ ته د زده کړي موقع راکوي.

یو نسل مخکې کله چې به ښوونکو زده کوونکو ته څه درسول، داسي فکر به يې کوی چې ممکن ټول ژوند يې په یاد واوسي. نن ورځ، ښوونځي مجبور دي چې زده کوونکې په چټکه سره په اقتصادي او اجتماعي لار کې د پخوا په پرتله ښه وروزي، د هغو کارونو په اړه زده کړه ورکړي چې تر اوسه سوي نه دي، د هغو ټیکنالوجیو استعمال ورښيي چې تر اوسه اختراع سوي نه دي، هغه ټولنیزي ستونزي ورپه ګوته کوي چې موږ يې د راپورته کېدو خوب لا نه وي لیدلی.

د استادانو له پاره د تدریس تر ټولو ښه لار دا ده، يعني څومره آسانه چې تدریس کولای سي او څومره آسانه چې ازموینه اخیستلای سي، زده کوونکې يې هغومره آساني سره جذبولای سي او له هغه څخه استفاده کولای سي.

په زیاترو مخ پر ودي هیوادونو کې زیاتره کارونه او دندي د ټیکنالوجیو په مرسته سر ته رسېږي. که چېري ساده بېلګه راواخلو، دا مهال نړۍ خلکو د پوهي په بدل کې ارزښت نه ورکوي، که نه خو ګوګل په هر څه پوهېږي، خو هغو خلکو ته ارزښت ورکوي چې خپله پوهه په کار اچولای سي او له هغه څخه کار اخیستلای سي. همدا د هغو کسانو تر منځ توپیر دی، يعني ځیني یوازي پوهه لري او ځیني بیا هم پوهه لري او هم خپله پوهه په کار اچوي.

تعلیم نن ورځ د فکر کولو، کار کولو، ستونزو حلولو، پرېکړو کولو، خبرو اترو کولو، له آلاتو څخه د کار اخیستلو لاري چاري خلکو ته ورښيي.

هغه څه چې تعلیم ته يې نوښت ورکړی، یوازي او یوازي ټیکنالوجي ده. دا مهال ټیکنالوجي په هیڅ ډول له تعلیم څخه نه سو ایسته کولای.

موږ پوهېږو چې زیاتره ښوونکې کوښښ کوي، څو له ټيکنالوجي څخه په ښوونځي کې استفاده وکړي، خو هغه نتایج چې په دې وروستیو کې د پیسا نړیوالي ادارې وړاندي کړي، ښيي چې د نړۍ تر نیمايي زیات ښوونځي له عصري ټکنالوجیو څخه بې برخي دي. په مخ پر ودي هیوادونو کې دا مهال زیاتره ۱۵ کلن زده کوونکې په کور کې ليپ ټاپ کمپیوټران لري، آما په ښوونځیو کې يې په ډېر څخه نه تر سترګو کېږي. په حقیقت کې کله چې زده کوونکې ښوونځي ته ننوزي، موبایل لا هم ځني اخیستل کېږي، په داسي حال کې چې موبایل د درسونو په زده کړه کې زیاته مرسته کوي.