‏په تهران کې د افغانستان سفارت ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي

د سفارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، د پاسپورټ تدریجي وېش به له نوزېږو ماشومانو پیل کړي، وروسته به محصلانو ته هم پاسپورټونه ورکړل شي.