په تورخم دروازه ۲۵۴۴۶ مسافر را اوښتي

وروسته له هغې، چې په پښتونخوا او پاکستان کې د بند پاتې افغانانو لپاره د درې ورځو لپاره تورخم دروازه پرانيستل شوه، د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، تر دې دمه ۲۵۴۴۶ مسافرین راغلي او ښايي دا شمېره تر ماښام پورې ۳۷۴۴۶ ته لوړه شي.

دغه دروازه ښایي د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې، چې درېیمه ورځ یې پوره کیږي د مسافرو پرمخ خلاصه وي.