په تورخم کې قرنطین زر تنه به خپلو کورونو ته پرېښودل شي

د ننګرهار د رسینو دفتر په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، تورخم کې قرنطین زرتنه یې معاینه کړي چې یو یې هم د کرونا ویروس نښه نلري او کورنو ته به پریښودل شي.

بل لور ته په پاکستان کې افغان سفیر ویلي، پاکستان ورسره منلې چې نن او سبا په زیات شمیر افغان راستنیدونکو ته اجازه ورکوي تر څو خپل هېواد ته ستانه شي.

د ننګرهار د ولایتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، هغه زر تنه چې نن د دوشنبه له پاکستان هېواد څخه افغان خاورې ته راغوښتي  او په تورخم کې قرنطین شوي و  تر معاینه کولو وروسته مالومه شوه چې یوه یې هم د کرونا ویروس علامه نلري او خپلو کورنو ته به پریښودل شي.

ولایتي ادارې دا هم ويلي چې نن او بل سبا به هم د راستنیدونکو لاړې په همدې شکل سره روانه وي.

بل لور ته پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل رسینو ته ویلي نن او سبا چې څومره افغان کډوال چې وغواړي افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک له لارو څخه خپل هېواد ته تللی شي.

نوموړي ویلي په دې اړه یې د پاکستان حکومت سره خبرې کړي او هغوی هم ورسره منلې چې ټولو افغان راستیدونکو ته اجازه ورکوي تر څو بیرته خپل هېواد ته ستانه شي

تر وړاندې به یوازې زرتنو له یوې لارې څخه افغانستان ته د داخلیدو اجازه درلو ده.