دغه څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ کړي او د علت په اړه یې ویلي، چې کډوال د مدیترانې بحیرې او د امریکا او مکسیکو د سرحد په گډون د نړۍ د مهاجرت خطرناکې لارې دي.
د مهاجرت نړیوالې ادارې هم د مهاجرو د تلفاتو په هکله یو رپوټ خپور کړی، چې پکې ویل شوي د ٢٠١۴ کال نه تر اوسه ٣٢ زره تنه د پناه غوښتنې د لارو په اوږدو کې مړه شوي دي.
ددغه رپوټ د موندنو له مخې ددغو قربانیانو له ډلې نه شاوخوا یو زر او شپږ سوه تنه یې ماشومان وو چې د یو شمېر مړه شویو ماشومانو عمر یواځې شپږ میاشتې و.