په جاپان کې دامریکا جنګي بېړۍ ټکر پيښه کې اوه تنه لادرکه دي

 

د امريکا د سمندري ځواکونو يوه جنګي بېړۍ جاپان کې د فيليپين له يوې سوداګريزې بېړۍ سره ټکړ شوی ده.

په دې پېښه کې اووه تنه لادرکه شوي، په ټپيانو کې د بېړۍ د قوماندې افسر هم شامل دی چې د الوتکې په مټ روغتون ته لېږدول شوی دی.

دغه جنګي بېړۍ د جاپان جنوب لوېديځ سمندر غاړه يوکوسوکا څخه ۱۰۳ کيلومټر لرې د اېکس کرسټل په نامه له يوې سوداګريزې بړۍ سره ټکر شوې ده.

ويل کېږي په دغه پېښه کې د افسر سربېره دوه نور ټپي شوي بېړۍ چلوونکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سمندري ځواک وايي، د اې سي اېکس کرېسټل کانټينر بېړۍ چې د فيليپين بيرغ پرې رپېده، وزن يې له ۳۰ زره ټنو لږ کم و خو د امريکايي بېړۍ پرتله یې وزن درې ځله زيات و.

د جاپانۍ خپرونې اېن اېچ کې په وينا په دې پېښه کې سوداګريزې بېړۍ ته ډېر لږ زيان اوښتی دی.