په جوړا۲ کې د وارن دوان سره د سلمان خان یوځای راښکاره کیدل

جوړا Juddwa چې د بالیووډ د وتلي ستوري سلمان خان له پخوانیو فلمونو څخه دی، اوس يې نوی ډول (جوړا۲) راځي.
جوړا فلم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۷ کال کې سلمان خپور کړ، د وارن دیوان فلم جوړا ۲، چې پکې ورسره جاقلین فریننډیز او ټاپسي پانو هم ده، د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۹ مه خپریږي.
د فلم د جوړیدو له پیله داسې ګنګوسې وې، چې ګنې فلم کې به د جوړا اصلي لوبغاړی سلمان خان هم راڅرګند شي؛ اوس د فلم یو نوي او وروستي ویډو کلیف ښودلی، چې فلم کې سلمان خان هم شته.
دا چې سلمان خان په دې فلم کې څه کوي؛ په فلم کې يې وګورئ؟