په جګړه کې د لیکوالو لاس دی

شریف شاهین

 

دا یو حقیقت دی چې ټول ذهني تصویرونه په جسم بدلیږي او حقیقت موندونکي دي.

ممکن ډیر لیکوال او په ځانګړي توګه شاعران دا ووايي چې مونږ خو په خپلو پنځونو کې په سلګونو او ان په زرګونو ذهني تصویرونه وړاندې کړي، ولی مونږ خو ونه لیده چې دا دی په حقیقي شکل او جسم بدل شوي وي.

خبره دا نه ده چې ستا ذهنې تصویرونو حقیت نه دی موندلی، دا پرته له شکه په جسم بدل شوي یا بدلیدونکي دي، یواځې خبره داده چې تا سطحې فکر کړی، تا چې کوم تصویر وړاندې کړی یواځې د لوستونکو د ذوق د خړوبولو لپاره، یواځې د خپل کلام د رنګین کولو لپاره او یواځې د خپل احساس د اظهار لپاره؛ مګر تا پرې خپله باور نه دی کړی. خو چې کله ستا لوستونکی ستا کلام لولي، هغه دا نه وايي چې تا سطحي فکر کړی، هغه ژورو ته ځي، هغه ستا د کتلاګ څخه د خپلې خوښې څيز ا ډر (امر) ورکوي، ستا لوستونکی د هغه حالت په اینه کې ځان ګوري چې تا انځور کړی او هغه ستا فکر او خیال ته غاړه ورکوي.

مایک ډولي وايي: (( کله چې یو ذهنې تصویر لري  او دغه تصویر دی مجسم کړ؛ نو هر شی چې تجسم شي هغه به تر لاسه کړی)) (۱)

پوهان په دی باور دی چې د انسان په داخل (درون) کې کټ مټ د ځمکې د جازبې قوې په څير یوه د جازبې قوه شته. کله چې ته د یو شي یا یو حالت په هکله فکر کوې، د هغه په هکله خیالات راغونډوې او په یو مجسم یا تصویري شکل وړاندې کوې، ستا د احساساتو د ا فریکونسي کایناتو ته استول کیږي او په بدل کې درته هغه څه درکول کیږي چې تا تجسم کړي.

ډاډه اوسه! که ته و غواړې یا نه، دا عملیه اجرا کیږي او کاینات ستا احساس درک کوي او ستا هیله او امر په پوره ډاډ سره پوره کوي.

جینو برانډ وايي: (( هیڅ قدرت پر واقعیت ستا د ذهني تصویر د بدلیدا مخه نه شي نیولاي مګر همغه قدرت چې هغه رامنځ ته کړی دی)). (۲)

کله چې خپل افکار او خیالات تصویروی، هغه ستا د ژوند تصویرونه دي؛ کله چې ستا لوستونکی یا اوریدونکی ستا تصویر او خیال خپلوي او هغه ته داخلیږي، د هغه د ژوند تصویر هم جوړیږي. ستا افکار ستا فریکونسی ده او کله چې ستا پنځونه يا پروډکټ خلک ګوري یا لولي هغه ستا افکار خپلوي، ستا د ژوند په هینداره کې خپل ځان ګوري او ستا احساس د هغه احساس جوړیږي. په پایله کې هغه ستا د فکر په فریکونسۍ خپل فکر او خیال خپروي او کاینات پرته له دی چې پکې کوم بدلون یا سمون راوړي د یوې رڼې هیندارې په څیر يي منعکسوي او هغه څه ورته راوړي چې ستا لوستونکی یواځې فکر او احساس کړي او لامل يي تاسی ( لیکوال) یاست.

چارلز هائل وایی: (( د ذهنې ځواک څپې تر ټولو حساسې او په نتیجه کې د هستۍ تر ټولو پیاوړې انرژي دا ځواک دی)) (۳)

نو په دی اساس مونږ ویلای شو چې هغه لیکوالو او شاعرانو چې جګړه يي په یو نه یو ډول ستایلې، د جنګ له میدانه يي روڼ او پارونکي تصاویر وړاندې کړی، هغوې چې یواځې د وحشي او بی رحمانه خیال بي قیضې اس يي ځغلولی، هغوې چې د بم شنه لوخړه يي انځور کړې، هغوې چې د تورې خرپ ته يي ایکو Echo (انګازه) ورکړې، هغوې چې غشي له ټټره ویستلي او هغوې چې سربازي میړانه بللې؛ اوس نو کاینات بوخت دی او دا خپل مسولیت بولي چې ددي ښاغلي ټولو غوښتنو ته ځواب ووايي ځکه ده ددی ټولو په هکله ژور فکر او احساس کړی. ددی ترڅنګ کاینات  ډیر سخي دي هغوې د هیچا احساس او غوښتنې بی ځوابه نه پریږدي. کاینات ستا د لوستونکو چې ستا  فکر او احساس يی خپل کړی، غوښتنې پوره کوي.

مایکل برنارډیک ویس وايي: (( ستا افکار که شعوري وي یا لاشعوري خپل کار کوي او پر حقیقت بدلیدونکي دي)) (۴)

تیر ته په کتو مونږ دومره تکړه نه یو چې هر څه دی په خپله سم کړو. مونږ اړ یو چې له یو څه یا چا مرسته واخلو.

زما په باور کاینات د مرستې تر ټولو غوره سرچینه ده. دوی پرته له کوم احسانه، هر وخت، هر کله او هر چیرته چې ته وغواړې تیار دي چې درسره مرسته وکړي. که ته ښه غواړې یا بد، که د ښه احساس ولرې یا بد؛ کاینات هماغه څه درکوي چې تا غوښتي او احساس يي کوې.

نو! د الله لپاره نور جنګ جګړه، وحشت، کرکه، توره، ټوپک مه ستایئ. د خپل کلام سینګار توکې مینه، امن، جذبه، وطن پالنه، رحم، حوصله او ښه احساس وګرځوئ.

نور په جګړه کې ځانونه مه ښکیلوئ. نورې وینې مه تویوئ. نوره ګناه مه کوئ! نور کاینات په ځان پورې مه خندوئ.

د کایناتو له خزانو ښه وغواړئ. په سلګونو کتابونه مو د جنګ په ستایلو تور کړي، کلونه کلونه مو جګړې ته لیکنې او شاعري کړې. راځئ پاڼه واړوئ، پینسل مو تېره کړئ او د مینې یوالی او امن الفاظ پری ولیکئ، تر څو کاینات راته مینه او امن راکړي!