په خبریالۍ کې سټنډ اپ یا PTC څه ته وايي؟

راټولونه: هدایت شاه ( هدایت)

په ټلوېزیوني خبریالۍ کې ډېری خبریالان د ټلوېزیوني رپوټ د ښکلا لپاره له PTC یا سټنډاپ  څخه کار اخلي.

دسټنډ اپ یا ( PTC) مانا د خبریال له لوري د کمرې په مخ کې د خبر یا ریپوټ د یوې برخې ویل دي، چې خبریال یې د ریپوټ په پیل منځ او پای کې کاروي.

یا سټنډ اپ د پېښې له سیمې لیدونکو سره د خبریال مخامخ خبرې دي.

په سټنډ اپ کې خبریال تر ډېره د خبر یا ریپوټ هغه جزیات وړاندې کوي، چې انځور کې یې ښودل ستونزمن وي.

د بیلګې په توګه ځانمرګي برید کې د انسانانو د بدن دغړو د ښودلو په پر‌ځای کې دا خبره خبریال په خپله خوله وکړي نو دابه ښه وي.

اوس راځو دې ته چې یو خبریال باید د سټنډ اپ پر مهال کومو مواردو ته ځیر شي.

۱ـ ځای: په سټنډ اپ کې یو له مهمو څیزونو څخه موقیعت یا Location دی، چې خبریال باید تر ټولو ښه انځور ورکوونکی ځای په نښه کړي او هلته خپل سټنډ اپ ورکړي.

۲ـ جامه: خبریال چې په هر ځای کې سټنډ اپ ورکوي، باید د اړوندې سیمې له کلتور او رواج سره سمې جامې واغوندي، له دې سر بېره د سټنډ اپ ورکونې  پر مهال باید د خبریال جامې، بوټان او نور لباس  خېرن نه وي، ځکه دا د خبریال په شخصیت منفي اغیز کوي.

۳ـ په سټنډ اپ کې ترډېره له میډیوم شاټ نه ګټه اخستل کیږي، خو که چېرې وغواړو شاوخوا سیمه هم پکې راشي کولای شو لانګ شاټ هم وکاروو.

۴ـ د ستنډ اپ په اړه د ژورنالیزم د علماوو ورستۍ لارښوونه داده، چې سټنډ اپ څومره لنډ وي همغومره خوندور وي.