دوشنبه , 29 اپریل 2024

په خوب کې د خبرو پر لامل پوهېږئ؟

د خوب پر مهال خبرې کول سره له دې چې د پوهېدو وړ نه وي، خو بیخي عام ګڼل کېږي.
د څیړنیزو راپورونو پر وینا ویل کېږي چې ۶۶ سلنه خلک په خوب کې خبرې کول تجربه کوي. په خوب کې خبرې کول که څه هم د انسان پر روغتیا کومه اغېزه او درملو ته اړتیا نه لري خو د نورو د ځور او د خوب د خرابېدو لامل جوړیدلی شي.
دلته پوښتنه پیدا کېږي چې په خوب کې د خبرو کولو لامل څه دی؟ که څه هم علت یې په بشپړه توګه نه دی معلوم، خو هغه څه چې
روښانه شوي دي په لاندې ډول دي.

جینیټکي اغېز:
د څېړنیزو راپورونو له مخې ویل کېږي چې په خوب کې خبرې کول په جینیټکي لحاظ د پلار څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.
فنلینډ او جاپان له څېړنو موندلې ده چې غبرګوني ماشومان اکثره په خوب کې خبرې کوي، چې د دوی خوبونه ډارونکي او حتي تر دې چې دوی په خوب کې تلل هم تجربه کوي.
راپورونه زیاتوی، هغه څوک چې په خوب کې خبرې کوي، ډېر امکان شته چې ماشوم یې هم په خوب کې خبرې وکړي.

د خوب کمښت:
ممکن هر څوک په خوب کې ځینې آوازونه له خولې وباسي، خو په خوب کې د خبرې کولو یو علت هم د خوب کمښت دی.
ډېری ډاکټران په دې باور دي، چې په خوب کې خبرې کول د خوب د کمښت له امله هم پیدا کېږي، دوی وایي چې کم خوبي د بدن د نا آرامۍ لامل ګرځي. کله چې بدن نا آرامه شي نو پر دماغو اغېز ښېندي، چې بالآخره په خوب کې د خبرو کولو سبب کېږي.