په خوست کې یو نیم ټن چرس چې د یوه کال په جریان کې نیول شوي وو، وسوځول شول

یاد چرس د ملي امنیت ځواکونو له لوري په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال نیول شوي وو او د رسنیو پر وړاندې یې وسوځول.

خو چارواکو د یادو قضیو په تړاو یې د چا د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لوری له نشه یې توکو دمبارزي  مسؤلین وایې چې د روان کال په لړ کې د امنیتي او کشفي ارګانونو له لوري د (۱۷۲) قضیو په ترڅ کې ، (۲۲۲) کیلوګرامه چرس ، (۸۹۰) لیتره مشروبات الکولي ، (۱۲۰) لیتره محلول مــــشروبات الکولي ، (۲۴۰) ګرامه پودرهـــــــیرویین ، (۱۸۶۲) ګرامه شیشه ، (۲۲۸) ګرامه تریاک نـــــیول شوي او د ذکرشویو قضـــــــــــایاوو په تور (۲۱۰) تنه مظنونین عدلیی اوقــــــــضایي ارګانونو ته ســــــپارل شوي