په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګنده وسله والو یو اعتکاف کوونکی وژلی دی

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو د نقیب الله په نوم یو پنځه دیرش کلن کس چې په جومات کې اعتکاف ته ناست وو، په ډزو وژلی دی.

تر اوسه روښانه نده،چې یاده قضیه د چا او په کومه موخه رامنځته شوې ده.