خوږیاڼو ولسوالۍ کې د خپل منځې نښتې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، نن سهار ۶ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سیمه کې، د دوه کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله ۹ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د خوګیاڼي په خبر ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.