په خپله دنده کې د ښه کېدو لپاره ۱۰ آسانه تګلارې

ډېری کسان داسې ستر شوي، ترڅو خپله دنده د پیسو له پیدا کولو څخه پرته بل څه ونه ګڼي، موږ ډېری خپلې دندې ته د شخصیت او مسلک د ودې له پاره د یوې لارې په توګه فکر نه کوو، خو هره دنده تاسو ته دا فرصت در کوي، حتا تر ټولو بد کار چې تر دې دمه لرلی هم تاسو ته یو ارزښتمن څیز درزده کړی دی.

دندې ته تلل، ورزشي لوبغالي ته د تللو په څېر دي. د ودې او نوو غړو د رامنځته کېدو له پاره تل تمرین شتون لري. تاسو کولای شئ، په کار کې ډېره تفریح ولرئ، په خپله دنده کې بریالی واوسئ او د هرې ورځې له کار څخه په خپل نفس باندې د اعتماد د پیاوړتیا له پاره ګټه واخلئ.

۱ ـــ مخکې تر مخکې پروګرام جوړ کړئ:

هره ورځ له کار ځای څخه کور ته له تګ څخه مخکې او یا هغه مهال چې په کور کې ازګار یاست د بلې ورځې له پاره د خپلو لومړیتوبونو لېست چمتو کړئ. که چېرې کارځای ته تر رسېدو پورې مو د خپلو پروګرامونو په اړه فکر نه وي کړی، نو له پروګرام څخه شاته پاتې یاست.

۲ ـــ د لومړیتوب یوه نقشه را منځته کړئ:

یوه ورقه کاغذ را واخلئ، خپل ابتکارات او پروژې پرې ولیکئ او هر یو یې د کاغذ پرمخ د شکل په بڼه انځور کړئ، د هغو ترمنځ د اړیکو په لټه کې واوسئ، خپل لومړي لومړیتوبونه د کوچنیو پروژو په نسبت په لږ څه ستره بڼه انځور کړئ، اوس یې سازماندهي کړئ. څنګه کولای شئ، چې خپله انرژي او محدود وخت د مهمو پروژو د بشپړتیا او دغه راز د کم ارزښته کارونو له پاره ووېشئ؟

۳ ـــ د یاد داښت دفتر ولرئ:

کولای شئ په کار ځای ( یا په کور کې، خو د خپل کار په اړه ) کوم موضوعات مو چې زړه غواړي یاد داښت کړئ. د کاغذ پرمخ د خپلو نظریو لیکل، د فرصتونو، ستونزو، ننګونو او د هغو کارونو د لیدلو له پاره یوه ښه او غوره لاره ده، چې کولای شئ د لرې کولو له پاره یې ترسره کړئ.

۴ ـــ زده کړئ، چې ووایئ، کاشکې مې مرسته کولای شوای، خو نه شم کولای:

زده کړئ، چې په خپل کار ځای کې پولې وټاکئ، هېڅوک به هغو پولو ته درنښت ونه کړي کومې چې نه دي تنظیمې شوي، په خپل همکار باندې مو له دې امله غوسه یاست، چې له بریده زیات کار یې درسپارلی دی، خو نباید هغه ورټئ، تاسو هغه څوک یاست، چې باید ووایئ: بسنه کوي.

۵ ـــ د راتلونکې په اړه فکر وکړئ:

په کار کې د خلکو یوه له ستونزو څخه داده، چې مسایلو ته د خپلې مخې په توګه پام کوي او اوږد مهالی لیدلوری نالیدلی نیسي، هغوی فکر کوي، کله چې هغه ته ور ورسېدم، نو په اړه به یې فکر وکړم، تر ټولو بریالي کسان هغه خلک دي، چې تل  شپږ میاشتې، یو کال او خپل راتلونکي څو کلونه ویني

۶ ـــ مشوره واخلئ:

کار ځای کولای شي رقابتي وي، دا امر له همکارانو څخه د مرستې غوښتنه ستونزمنوي، خو ښه نظریه ده، چې دا کار ترسره کړئ! دا امر هغه مهال چې خپل غرور یوه څنګ ته کوئ، ترڅو وپوښتئ: که تاسو وای، نو دا ستونزه مو څنګه حل کوله؟

اعتماد را منځته کړئ، کله چې له خپلو همکارانو څخه مشوره غواړئ، په دې احتمال سره، چې همکاران مو هم له تاسو څخه د مشورې او مرستې غوښتنه وکړي، زیاتوئ.

۷ ـــ د خپلو کارونو لېست ته درنښت وکړئ، خو یوازې په هغو باندې تمرکز مه کوئ:

شرایط کولای شي، چې په یوه شېبه کې بدلون وکړي او لومړیتوبونه مو کولای شي په یوې ټیلیفونې اړیکې او یا یوه برېښنا لیک سره بدل شي. کارونه ګټور وسایل دي، خو نباید ستاسو کاري ژوند مدیریت کړي. په ورځ کې څو ځله خپل فعالیتونه د مهم کار له ترسره کېدو څخه د ډاډ په خاطر بررسي کړئ.

۸ ـــ له خپل رییس سره همغږي شئ:

ډېری خلک داسې تصور کوي، چې مدیر یې له ټولو کړنو او فعالیتونو څخه خبر دی، خو دا سمه نه ده، د امکان په صورت کې، په میاشت کې یو ځل، له خپل مدیر سره کېنئ او د خپلو لومړیتوبونو او پروژو په هکله ورسره وغږېږئ.

هغه ته ووایئ څه فکر کوئ او په کوم ځای کې له ستونزو سره مخامخ شوي یاست، اړتیا نه شته، چې خپل مدیر د پروګرامونو د طرحې په پړاو کې ښکېل کړئ، دا امر به له تاسو سره مرسته وکړي او مدیر ته مو ښکاره کوي، چې کوم فعالیتونه ترسره کوئ او له تاسو سره مرسته کوي، چې په هغو کارونو باندې خپله انرژي بېځایه مصرف نه کړئ، چې هېڅوک ارزښت نه ورکوي.

 

۹ ـــ استراحت وکړئ:

موږ فکر کوو، کله چې ډېر کار ترسره کوو، تر ټولو ښه توان او وړتیا لرو، خو دا امر تل سم نه دی، له استراحت پرته کار کول، د ناروغ کېدو او تېروتنه کولو له پاره، یوه غوره لاره ده. استراحت وکړئ، خپلې سترګې پټې کړئ او د غوږي ( هډفون ) له لارې یوې سندرې ته غوږ ونیسئ، که چېرې په خپل کار ځای کې د دې کار له پاره له ستونزې سره مخامخ کېږئ، نو په غلط ځای کې کار کوئ.

۱۰ ـــ ځان ومنئ:

د کلنیو کړنو بررسي نباید هغه مهال وي، چې د کار له پاره په ځان باندې سخت باور لرئ. تاسو کولای شئ، چې هره ورځ یې ترسره کړئ! کله چې یو نوی مهارت زده کوئ، کله چې یوه پېچلې ستونزه حل کوئ، نو جشن ونیسئ، ځانته مکافات ورکړئ. کله چې خپل غږ مو پیدا کړ او د هغې موضوع په اړه چې اړتیا وه وغږېږئ، له ځانه مننه وکړئ.

تاسو کولای شئ، خپلو ټولو غړو ته وده ورکړئ او تاسو د ښکلو غړو خاوند، ځواکمن او انعطاف منونکی کړي، خو که یوازې ښه کار وکړئ، موږ ټول په خپله دنده کې د خپلې پیاوړتیا په خاطر فرصت لرو ـــ کولای شئ، دا اوس یې پیل کړئ!

ژباړه: عطا محمد میاخېل