په خپل ژوند کې ستړیا څنګه راکمه کړو؟!

لومړی: د الله تعالی نه مرسته غوښتل:

مسلمان ته پکار ده چه هر وخت کې د الله تعالی تابعداري وکړي، د هغه سره شریک پیدا نکړي، دا عقیده باید ولري چه د هر یو کار جوړونکی الله تعالی دی، پکار ده چه په هر کار کې د الله تعالی نه مرسته وغواړي.

 

دویم: د ستړیا سبب معلومول او د هغه درملنه پیلول:

هر وخت چه دې د ستړیا احساس وکړ، نو فوراً ځان سره تصمیم ونیسه او د ستړیا لامل دې معلوم کړه او درملنه یې پیل کړه؛ د ستړیا د رفعه کولو او د زړه د سکون لپاره د الله تعالی منزه کتاب (قرآن) بهترینه نسخه/درملنه ده.

 

درېیم: وخت ترتیبول:

انسان ته پکار دي چه وخت بې ځایه مصرف نکړي (په بیهوده کارونو) ځکه چه کوم ساعت چه تېر شي هغه بیا راتلوونکی نه دی او نه راځي، همیشه د وخت پابند اوسه، ورځنی مهالویش درلودل تاسره مرسته کولای چه وخت په کوم ډول مصرف کړې، د سهار پیل دې د قران په تلاوت سره وکړه، ورځ په دې نېکمرغه وي.

 

څلورم: د هدف ټاکل او د هغه لپاره کار کول:

مخکې له دې چه ته په کوم کار پیل کوې، د کار د پیل د مخه باید خپل اصلي هدف معلوم کړې چه د کوم هدف لپاره یاد کار ترسره کوې، کله چه دې هدف معلوم شو، نو ته کولای شئ چه په ډاډمنه او منظمه توګه خپل کار ته دوام ورکړې.

 

پنځم: د مناسبو خلکو سره لیدل:

سعدي صیب وایي: ” کی نیک پیشي نیک شوي، کی دیګ پیشي سیاه شوي”. ژباړه: که د نیکو خلکو سره کېناستی نو ته به هم نیک شې، او که د بدو خلکو سره کېناستې نو ته به هم بد شې. نو کوښښ باید وشي چه د بدو خلکو سره د ناستې څخه ډډه وشي او د نیکو خلکو سره ناسته باید دوامداره شي.

 

شپږم: په خوښ او ګټور کار ځان مشغولول:

مسلمان ته پکار دي چه په هغه څه باندې ځان مشغول کړي چه د ده د دنیا او اخرت ګټه پکې وي، نه دا چه د دنیا او اخرت د خرابېدو وېره پکې وې. په حلال کار کولو باید ځان اخته کړي او د حرام کار کولو څخه باید ځان وژغوري.

 

اووم: ورزش کول:

ورزش کول د انسان بدن ته ډېره ګټه رسوي، کوښښ باید وشي چه په دوامداره توګه ورزش وشي، د سالم ورزش یوه ګټه داده چه د بدن مقاومت زیاتیږي او مرض په آسانۍ د انسان په بدن حمله نشي کولای، د سهار په وخت کې د ورزش کولو یوه ګټه داده چه د سهار لمونځ به دې په جماعت سره اداء کیږي.

 

اتم: مطالعه او څېړنه کول:

مطالعه فکرونه روښانه کوي، مونږ باید د مکتب یا پوهنتون په کتابونو کوم چه درسي دي او مونږ ته تدریسیږي بسنه ونه کړو، بلکې د درسي کتابونو ترڅنګ باید آزاده مطالعه هم وکړو تر څو ډېر څه زده کړو. کوښښ باید وکړو چه په یوه نوې موضوع باندې کار وکړو او مثبته پایله لاسته راوړو.

 

لیکنه: سید حبیب الله سمسور