سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې په یوه ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې دغه پېښه نن په جنوبي وزیرستان کې د کاني ګرم په نامه سیمه کې د پوځیانو د پوستې مخې ته د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.