په خېبر پښتونخوا کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ خار سیمه کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې بمي چاودنې لږ تر لږه لس تنه وژلي او تر دېرشو ډېر نور ژوبل شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي. د ژغورنې ادارې ویلي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي.‌ تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.