په درس باندې د ماشومانو د نه تمرکز پنځه لاملونه

ژباړه: ساحل منګل

ددې احتمال شته، چې ښوونکی تاسو ته ووايي، چې ستاسې ماشوم په ښوونځي کې په درس باندې تمرکز نه کوي يا شايد تاسو په خپل کور کې په خپل ماشوم کې دغه ستونزه درک کړی.انديښمن کيږی مه، يو شمېر علتونه دي، چې ستاسې ماشوم په درس باندې تمرکز نه شي کولای ،چې د هغو ستونزو په لرې کېدو سره به ستاسې دماشوم ستونزه حل شي.

د خوب کمښت

ماشومان او حتی نوي ځوانان په ۲۴ ساعتونو کې نهو ساعتونو خوب ته اړتیا لري. څيړنې ښيي که چېرې ماشومان په کافي اندازه ويده شي په ښوونځي کې به ېې فعاليت ښه وي. هغه ماشومان، چې د خوب کمښت لري همېشه د خوب حالت ېې ښه نه وي او له حده زيات ناقراره وي . ددې لپاره، چې دا ډول ماشوم يو ښه خوب ولري مخکې له اوده کېدو دې ته پرې نه ښودل شي، چې د الکترونکي وسايلو سره لوبې وکړي او بهتره به دا وي ،چې د خوب خونه ېې تياره وي .

سبا نارې نه خوړل

هغه زده کونکی، چې د سهار پر وخت ډوډۍ ونه خوري په ښوونځي کې په درس باندې ډېر کم تمرکز کوي . البته يوازې ډوډۍ خوړل کفايت نه کوي بلکې مناسب خوراک بايد ورکړل شي. هغه مواد، چې زيات ګډوډ شوي وي مناسب نه دي. مناسب خوراک ېې هکۍ، غلجات، مستې او ځينې نور دي .ماشوم سهار وختي له خوبه پورته کړئ تر څو ېې د خوراک لپاره اشتها پيدا شي.

د اوبو کمښت

د يوې څيړنې پايله، چې په ماشومانو باندې د اوبو د تاثير په اړه شوې ښيي ،چې د اوبو څښکل له ازموينې وړاندې د ماشوم تمرکز کې زياتوالی راولي. له اتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومان په ورځ کې يوليتر اوبو ته، له نهو څخه تر دولسو کلونو پورې ماشومانو ته يو نيم ليتر او له دې پورته کسانو ته د ورځې دوه ليتره اویو څښکلو ته اړتيا ده. په هغه صورت کې، چې ماشومان د اوبو څکلو ته فکر نه وي بايد تاسو ېې ورپام کړی.

د سترګو د ليد کمزورتيا

ځينې وخت د ليدو ستونزه په ماشومانو کې مشخصه نه وي او ماشوم نه پوهيږی لکه د نور ټولګيوالو په څېر کتاب سم وويني .نو ځکه په ټولګي کې په بې خوصليتوب، ستړيا او نور ستونزو اخته کيږي. که ماشوم په تخته باندې ليک نه شي کتلی، يا ځينې وخت د خط ويل ترې ورکيږي، خپلې سترګې مښي، د سر له درده شکايت کوي يا بيخي زيات تلويزون ته کښيني نو بهتره ده هغه د سترګو ډاکتر ته بوتلل شي .

د نورو له خوا ازارېدل

که زده کونکی په ټولګي کې د خبرو کولو يا درس تکرارولو څخه ډډه کوي نو دا ددې احتمال لري ،چې د نورو ټولګيوالو له خوا څخه ورته ازار رسيږي. دغه ډول ماشومان په کور کې ډېر زيات په غصه او حساس وي او هر وخت له ښوونځي څخه پټيږي. دغه يو جدي ستونزه ده او بايد له داسې کسانو سره اروايي مسلکي چلند وشي نه دا چې نور هم ورټل شي .