یکشنبه , 28 اپریل 2024

په (دهوم ۴) فلم کې به سلمان خان او اکشی کمار ګډ کار وکړي؟

د بالي ووډ فلمونو مشهور دهوم لړۍ فلمونو په څلورم فلم کې د سلمان خان او اکشی کمار د کار کولو اوازې خپرېږي، دا فلم د یش راج فلمز شرکت له خوا جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، داسې ویل کېږي، چې د یش راج فلمز شرکت په راتلونکي دهوم لړۍ فلم (دهوم ۴) کې سلمان خان او اکشی کمار کوي، داسې به له عامر خان وروسته د دغه لړۍ فلمونو کې یو بل خان هم کار وکړي.

د دهوم لړۍ پخواني درې واړه فلمونه ډېر مشهور او کامیاب شوي و، چې جان ابراهام، ریتیک روشن او عامر خان پکې مرکزي کردار لوبولی و، همدا راز په درې واړه فلمونو کې بیا د پولیس افسر کردار ابیشیک بچن لوبولی و، خو اوس داسې ویل کېږي چې ښايي ابیشیک هم بدل کړای شي.

داسې اوازې خپرې شوې دي، چې ښايي په (دهوم ۴) فلم کې د سلمان خان پر وړاندې اکشی کمار په فلم کې واخیستل شي، په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه ډېر پوسټونه شوي دي او په فلم کې د دواړو  اخیستو خبره شوې ده.

خو په دې تړاو تراوسه پورې یش راج فلمز شرکت، سلمان خان او اکشی کمار هیچا هم څه نه دي ویلي، چې په (دهوم ۴) فلم کار کوي.

کاپي: هنرستان