چهارشنبه , 15 مې 2024

په دې ۹ لارو د کار په ځای کې په ځان باور زيات کړئ

منيب الرحمان رحماني

 

هغه کسان چې نوی کار پيل کړي نو د ځينو ستونزو سره مخ کېږي، کله په ځان باور نه لري او شرمېږي چې هسې کومه غلطي وکړي او په شرمونو وشرمېږي، د دې کبله په هر کار کې ځان شاته اچوي، په هېڅ فعاليت او کار کې سمه برخه نه اخلي، دا د دې سبب کېږي چې دا پروسه چې دی دا کار سم زده کړي او تجربه پيدا کړي نوره هم اوږدوي، ځکه دى د غلطی څخه د ډار له کبله له ونډې اخيستلو تښتي.

په دې ليکنه کې د هغه ٩ ټکو څخه بحث کوو چې تاسې کولی شئ په عملي کولو کې يې د کار په ځای کې په ځان باور زيات کړئ.

١-: د خپل ځان او ژوند نه منفي خيالونه او فکرونه لرې کړئ، منفي فکرونه تاسې د خپل ځان د تشويق په برخه کې له لويو ګواښونو سره مخ کوي، په خپل ځان د باور او د خپلې فکري پراختيا لپاره که لږ هم وي، هغه شېبې دريادې کړئ چې تاسې پکې بريالي شوي وئ، د هغه خلکو او پوهانو ژوند ليکونه ولولئ چې په مکرر ډول مات شوي خو ماته يې نه ده منلې، بيا پاڅېدلي او بلاخره بريالي شوي.

 

٢-: که چېرې په خپل کاري ژوند کې داسې دنده لرئ چې په ځان باندې کامل باور نه لرئ، نو لومړی ګټور قدم به دا وي چې شکايت کول پرېږدئ، په دې بخش کې خپل معلومات زيات کړئ، د دې بخش مربوط کتابونه مطالعه کړئ، دا به په خپله تاسې د ځان باوري په لور يو قدم مخکې يوسي.

٣-: فکر وکړئ چې تاسې نوې دنده شروع کړه او يو کار درکړل شو او ستاسې څخه پکې يوه خطا وشوه، دلته سمدلاسه خپل ځان مه ملامتوئ، داسې کسان ما نه دي ليدلي چې دوى دې په لومړۍ ورځ په خپل کار کې متخصص وي، ټول خطا کوي او له خطا يې زده کوي.

٤-: د ټولو په ژوند کې دا اصل شته چې په يو کار کې به ډېر، بل کې به لږ بريالي اوسي، کله چې په داسې کار کې وي چې لږ بريالي وي، هغه کار در په ياد کړئ چې تاسې پکې ډېر بريالي وئ، دا به تاسې تشويق کړي.

٥-: په خپل کاري ماحول کې د خپلو همکارانو سره ښې او قوي  اړيکې ولرئ، په هغه برخه کې چې ستونزه لرئ خپل معلومات زيات کړئ او مطالعه وکړئ.

٦-: په ژوند کې يو طلايي قانون دی، هغه دا چې کله په يو کار نه پوهېدئ پوښتنه وکړئ، شايد ځينې خلک داسې انګېري چې په دې به د دوى نيږدې او موجود خلک داسې فکر وکړي چې دی په هېڅ نه پوهېږي، خو برعکس داسې نه ده، په پوښتنه يو خوا ستاسې ستونزه حل کېږي او بل خوا موجود خلک دا فکر کوي چې تاسې زده کړې او دې کار ته ډېر لېوال يئ او هوس لرئ، دا به تاسې په خپل ځان د باورۍ په لور يو قدم نور مخکې بوځي.

 

٧-: يو کار د حد نه په زياد جدیت سره مه شروع کوئ، دا به تاسې زر خسته کړي او په عادي غلطۍ به ځان ته غوسې کوئ، يو کار اسانه وګڼئ، په خوند او شوق يې شروع کړئ، منظمه وقفه ورکړئ، د خپل خوب نظم ته دقت وکړئ.

٨-: د کار ملګري مو وڅارئ، کېدى شي تاسې په يو کار کې نوي وئ او زيات مهارت پکې ونه لرئ، هېڅوک هم په لومړیو وختونو کې چندان مهارت نه لري، لازمه ده خپله هم عملي کار وکړئ چې مهارت مو زيات شي، نو د دې ترڅنګ د دې لپاره چې لږې غلطۍ وکړئ، نو خپل ملګري مو وڅارئ، هغوی څه ډول کار کوي، تاسې هېڅ هغوى خبروئ مه، ارام هغوى وڅارئ او مفته زده کړه وکړئ.

٩-: او وروستی هم دا چا د ځان څخه را چاپېر دېوالونه لرې کړئ، په نه پوهېدو څوک نه شرمېږي خو په ناپوه کېدو شرمېږي، داسې فکر مه کوئ لکه ټوله دنيا چې تاسې ګوري، هر څوک په خپل کار مشغول وي، تاسې هم خپل کار پيل کړئ، حرکت وکړئ، تر څو یې زده کړئ او په هغه کار کې تجربه او مهارت پېدا کړئ.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني