په روسيه كې د ځانمرګي بريدګر هويت معلوم شو

په داسې حال كې چې تېره ورځ د روسيې د سن پېټرسبورګ په ښار كې د مېترو په يو تمځاى كې د بريد په اړه څېړنې روانې دي، روسي چارواكو څرګنده كړه چې د بريدګر هويت يې معلوم كړى دى.

د روسي پوليسو د معلوماتو له مخې بريدګر اكبرجان جليلوف نومېده چې په اصل كې د قېرغېزستان د هېواد وو.

كه څه هم تر اوسه پورې د پروني بريد مسوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى خو د قېرغېزستان د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې بريدګر د دوى د هېواد اصلي اوسېدونكى دى چې وروسته يې د روسيې تابعيت هم اخيستى دى.  بريدګر په ۱۹۹۵م كال كې په قېرغېزستان كې زېږېدلى دى.

په روسيه كې په پروني بريد كې لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل  او تر ۴۹ تنو زيات ټپيان شول.